اسلام آباد۔22جون (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د مېرمنې ځورول كېدو شكايت لرې كولو كښې د غفلت په كولو د اېف ائي اے اړوندو افسرانو معطل كولو هدايت كولو سره خبردارې وركړې چې د كوم هم وګړي شكايت لرې كولو كښې به د غفلت اجازه وركولې نه شي۔ د نهې په ورځ د پرائم منسټر ډلېوري يونټ (پی اېم ډی یو) سیټیزن پورټل لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیرا عظم ته شكايت ترلاسه ??و چې يوې مېرمنې د ځورول كېدو په ضد پ?? سټيزن پورټل شكايت درج كړے دے خو د مېرمنې شكايت لرې كولو كښې د غفلت نه كار اخستے شوے دے۔ وزيراعظم په دې د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره سخت نوټس واخستو او ډي جي ا??ف آئي ته ئې د سپېځلې انكوائرۍ كولو له د اړوندو چارواكو د معطل كولو هدايت وكړو۔ د بيان له مخې مېرمنې 5 وارې دا شكايت درج كړے و خو ا??ف آئي اے هېڅ كاروائي نه وه كړې۔ مېرمنې د ځورول كېدو د لاسه د پ??هنتون نوكري پرېښودله او ا??ف آئي اے ته ئې رجوع وكړه۔ د ا??ف آئي اے لخوا د مرستې په نه ترلاسه كېدو مېرمنې د ځان وژلو هڅه هم وكړه۔ د كال 2019 نه د روان كال جون مياشتې 13 مې نېټې ا??ف آئي اے شكايت ته پام ونكړو۔ په دې مېرمنه د ا??ف آئي اے په ضد شكايت كولو له د خپل خاوند سره وزيراعظم آفس ته ورسېده۔ د مېرمنې په خواست وزيراعظم آفس سخته كارروائي وكړه او مېرمنې ته ئې د اړوندو چارواكو په ضد د سختې كارروائۍ كولو باور وركړو۔ وزیراعظم ډلیوری یونټډی جی ا??ف آئی ??ے ته مراسله جاري كولو سره هدايت وكړو چې د دې معاملې د اعلی كچې پلټنې كولو سره دې د اړوندو چارواكو په ضد د ضابطې له مخې كارروائي وكړی شي۔ د كوم هم وګړي شكايت لرې كولو كښې د غفلت كولو اجازه به چاته وركولې نه شي۔ انكوائري رپورټ به وزيراعظم ته د راروانې جولائي مياشتې په 20 مه نېټه وړاندے كولے شي