اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) ?? د ??طلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پنجاب كښې به د ميئر ټاكنې نېغ په نېغه كېږي٬ په نړيوال ماركيټ كښې پرله پسې د تېلو په بيعه زياتېدو اندېښنه لرو، د توان بحران مخنيوي لپاره تګلاره جوړٶ، وزيراعظم به په يو دوو ورځو كښې د ګرانۍ پحقله پېكېج اعلانوي، د يو كروړ نه زياته آبادي به نېغ په نېغه دغې پېكېج څخه مستفيد كېږي، د اعظم سوا??ي او زما په ضد د الېكشن كمېشن نوټسز بې بنسټه او په ناانصافۍ آډانه دي?? د ??ې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډې نه پس ميډيا سره خبرو كښې كړې۔ په دې موقعد وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د كمېټۍ په غونډه كښې په ګرانۍ اوخېبر پښتونخوا او پنجاب كښې په كېدونكو بلدياتي ټاكنو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وفاقي وزير په پنجاب كښې د ځائي ??كو??تونو د ټاكنو ذكر كولو سره ووئيل پنجاب كښې به د ځائي ??كو??تونو ټاكنې نېغ په نېغه كېږي، وزيراعظم او کور کميټۍ پر??كړ?? كړې چې د پنجاب په ښاريو او ضلعو كښې به د ميئرز انتخابات نېغ په نېغه كېږي٬ وزيراعظم د وړومبۍ ورځې نه د ډائرېكټ ډېموکرېسي لوظ كړے ٶ او په دې لړ كښې تيارۍ حتمي پړاٶ ته رسېدلي۔ ده ووئيل وزيراعظم ټول ګوند ته امر كړے چې ھغوي د ځائي ??كو??تونو ټاكنو لپاره فعاله شي، د پنجاب په ضلعو كښې د نامزدګۍ سلسله پېل كوٶ٬ دغسې په خېبر پښتونخوا كښې د ځائي ??كو??تونو ټاكنو لپاره كمپائن پېل شوے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا د اعظم سوا??ي اوزما په ضد نوټس په زياتۍ آډانه دي كوم چې په سمدستي توګه بېرته اخستل پكار دي