اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د سوئېلي بلوچستان پرمختګ لپاره د پرمختيائي پېكج 655 ارب روپو په 200 پرمختيائي پروژو عملدرآمد تندولو لپاره هر مياشت ايپكس كمېټۍ او هر 15 ورځې پس د ايګزيكيوشن كمېټۍ په غونډه كولو زور راوړولو سره وئېلي دي چې د بلوچستان مسئلې د هېواد نورو برخو څخه مختلف دي ځكه چې د هغوي آبادي خپره شوې او د اوږدو مودو د فاصلو په سبب مونږ له به د بلوچستان د خلكو ژوند بهترۍ لپاره غېر روا??تي حل لټول وي۔وزيراعظم دا خبره د سوئېلي بلوچستان په پرمختيائي د پېشرفت جاج اخستلو په مهال د اعلٰی كچ غونډې م??ري كولو په مهال كړې۔وزيراعظم د پرمختيائي منصوبو په سست رويې او د بلوچست??ن وزيراعلٰی په مشرۍ كښې د اپيكس كمېټۍ غونډه نه كولو د خفګان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې په يوكال كښې د ايپكس كمېټۍ يوه غونډه شوې۔وزيراعظم د دې پېكج له مخې د 655 ارب روپو په 200 پرمختيائي پروژو عملدرآمد تندولو لپاره هر مياشت ايپكس كمېټۍ او هر 15 ورځې پس د ايګزيكيوشن كمېټۍ په غونډه كولو زور راوړولې۔ده اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې د تربت هوائي ډګر سره سره په ګوادر او تربت كښې 2 نرسنګ كالجون?? زر تر زره جوړ كړی شي۔وزيراعظم ووئيل چې د پرمختيائي پروژو په بشپړېدو كښې رامخې ته شوي خنډان لرې كولو لپاره به په ذاتي توګه هره مياشت د جائزې كمېټۍ غونډې م??ري كوم۔ده د منصوبه بندۍ وزارت٬د تو??ن وزارت٬د سمندري چارو وزارت او د بلوچستان حكومت ته هدايت وكړو چې پېكج له مخې د ټرانسپورټ٬توان او انفراسټركچر پروژو پشمول د كار رفتار تندولو لپاره په ګډه كار وكړي