اسلام آباد 13نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې د اوسنې دور تقاضو له مخې به پوليس له تربيه وركولې شي او پوليس ل?? به جديد آسانۍ وركولې شي، پوليس د جديد دور تقاضو سره برابرول د وخت ضرورت دې،د روانې مياشتې په مهال به يو زر نوې پوليس اهلكار بھرتي كولې شي،بايد پوليس خپل مورال دنګ وساتي دې لپاره دې افسران د خپلو ځوانانو سره ملاقاتونه وكړي، ټي ايل پي سره د شوې لوظنامې تفصيل به په يو څو ورځو كښې ټولو ته وړاندې ??ړې شي۔د دې خيالاتو خرګندونه د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د خالي په ورځ فاطمه ج??اح پارك كښې د اسلام آباد ټريفك پوليس فيملي ګالا كښې د خصوصي ميلمه په هيڅ د ګډون په مهال و??ړه۔د كورنيو چارو وزير په دې موقع ميډيا سره په خبلو خبرو كښې ووئيل د ټول پاكستان په پوليس لويې ذمه وارۍ دي ، پوليس ځوانان بايد دنګ مورال و??ري دې لپار?? به افسران د ځوانانو سره اوږه په اوږه ولاړي وي۔ده ووئيل د روانې مياشت په مهال به يو زر پوليس اهلكار بھرتي كولې شي، پوليس د جديد دور تقاضو سره برابرولو لپاره اقدام??ت كوو۔ اسلام آباد پوليس 14 ډرونز لري دغسې په 130اهلكارو ر مشتمل شاهين سكواډ هم خپل خذمات ترسره كوي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل و??اقي پايه تخت كښې 1122آسانيو لپار?? به د پنجاب حكومت سره په راروانه اوونۍ كښې اېم او يو لاس ليك شي۔ده ووئيل پوليس سره جديد ټيكنالوجي او د هغوي ښه تربيه كولو ته اړتيا ده۔شيخ رشيد احمد ووئيل د ګاونډي هېواد د افغانستان د صورتحال اثرات به په پاكستان هم مرتب كېږي ځكه چې يخښنۍ موسم پيل كېږي او كه هغوې له كه ګاونډي هېواد كښې 4 كروړه وګړو وږي تندي وي نو دا ممكن ده چې د هغې اثرات به دلته وي۔