اسلام آباد 20 نومبر(اے پي پي) په پاكستان كښې د ماشومانو نړيواله ورځ د ماشوما??و د حقو??و د تحفظ عزم سره ولمانځل شوه. د خبر له مخې د ټولې ن??ۍ پشان په پاكستان كښې هم د خالي په ورځ د ماشومانو نړيواله ورځ د دوي معياري تعليم، د روغتيا مساوي اسانيو وركولو پشمول د دوي د ټولو حقو??و د تحفظ عزم سره ولمانځل شوه. په دې موقع د قومي مشرتابه لخوا ماشومان د هر ډول استحصال څخه بچ كولو لپاره د پوخ عزم څرګندونه وكړې شوه. د دې ورځې په مناسبت د ايوان صدر ودانې ښكلې كړې شوې وه چې دغسې ن??يوالې ټولنې سره په ګډه دا كلنه ورځ په بشړه توګه ولمانځلې شي. په پي اېن سي اے كښې د دې ورځې په مناسبت دستوره هم وشوه. دستورې ته صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وېنا وكړه. په دستوره كښې د بشري حقونو وفاقي وزيرې شېرين مزاري او نورو اعلٰی چارواكو او سفيران هم ګډون وكړو. د دې ورځې په مناسبت د هېواد په نورو برخو كښې هم دستورې وشوې.