اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په روانه ناوړه وضعه كښې د افغان اولس مرسته كول د وخت مهم ضرورت دے، په افغانستان كښې امن و استحكام افغان اولس او د مېنځني ختيځ هېوادونو ته د پاكستاني تجارتي رسنې لپاره ضروري دے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د افغانستان په اړه د بين الوزارتي كوآرډينېشن سېل د غ??نډ?? مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د وزيراعظم د ق??مي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف، د وزيراعظم خاص مرستي??ل شهزاد ارباب او افغانستان لپاره د خاص استازي محمد صادق پشمول د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو. د غ??نډ?? په پېل كښې د ق??مي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيديوسف د ق??مي اسمبلۍ سپيكر هركلې وكړو. ده د سېل د كردار او افغان اولس لپاره د دې فورم د لارې د بشري مرستې په اړه تر اوسه په شويو اقداماتو بريفنګ وركړو. د ق??مي اسمبلۍ سپيكر ته ووئيل شولل چې د وزيراعظم لخوا د افغان اولس مرستې لپاره د 5 اربه روپو د پېكج اعلان شوے چې پكښې د خوراك څښاك څيزونه، د ژوبد بچ كولو داروګان، كمبل، خيمې او د ساړه نه د بچ كېدو نور څيزونه شامل وو. داسې نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو كوم چې په افغانستان كښې د بشري مرستې له مخې د طبي كاروبار او ن??رو خاص اقداماتو اداره لري، لپاره د وېزې د اجرا عمل پېل شوے دغسې افغانستان ته ستنې??و لپاره تر اوسه ګېر رنځورانو ته د اسانيو وړاندې هم شوے. غ??نډ?? ته ووئيل شول چې غېر ملكي سرمايه كارو ته اوږدې مودې لپاره د پاتې كېدو يو تجويز وزيراعظم ته منظورې لپاره لېږل شوے. هم داسې د پېښور- جلال آباد او د كوئټه- قندهار ترمېنځه پس سروس پېل كولو لپاره كار روان دے. غ??نډ?? ته ووئيل شول چې د لوړې كچې د افسرانو پلاوې به د افغانستان دوره كوي او افغان دولت سره به ګډه به د مرستې د چارو جاج اخلي. د ق??مي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سېل د كاركرګۍ ستائنه وكړه او وې وئيل چې د دې فورم څخه د ګاونډي هېواد مرستې لپاره كېدونكې هڅې د ستائنې وړ دي. ده ووئيل چې بايد په دې مشكل وخت كښې نړيواله ټولنه افغان اولس يوازې پرې نه ږدي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن و استحكام افغان اولس او د مېنځني ختيځ هېوادونو ته د پاكستاني تجارتي رسنې لپاره هم ضروري دے.