اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د پاك فضا??يه لخوا د بلوچستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې د سامان رسنه د نهې پ?? ورځ هم روانه وه. د پاك فضا??يه الوتكو د 13 پروازونو د لارې د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو ته د مرستې سامان او خوراك رسولے دے. د پاك فضا??يه وياند له مخې د فضا??يه سي 130 الوتكو د 131,887 پاٶنډ نه زيان سامان چې پكښې راشن، د څښكلو اوبه، د??روګان، كمبل او خېمې شاملې دي، آفت ځپلې سيمې ته رسولې دے. په پسني كښې د پي اے اېف ډاكټرانو او پېرامېډيكل سټاف په څارنه كښې د پي اے اېف مېډيكل كېمپ د وړاندې نه سېلاب ځپليو ته 24 ساعته اسانيې وركوي. د دې نه علاوه د پي اے اېف چورلكې هم په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې په چارو كښې په بشپړه توګه برخه اخلي.