اسلام آباد 19جنوري (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت په هېواد كښې د اي كامرس د پر??خا موقعو څخه بشپړه استفاده كولو ته پام لرنه كړې، په ??ړۍ كښې د كاروبار سباٶن د اي كامرس پلېټ فارم سره تعلق لري. ده دا خبرې د شورو په ورځ د ينګ انټرپرېنورز/ سټارټ اپس د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. وزيراعظم ووئيل د اي كامرس ٍاهميت پېژندلو سره مونږ د دې د پرمختګ په لار كښې د هر ډول خنډونو ??رې كولو لپاره كار كوو. ده د سټارټ اپس كردار ستائيلو سره ووئيل دې سره زمونږ ځوانانو ??پاره د ملازمتونو ??ر??خا موقعې راپېدا كېږي كومه چې د ??ړۍ دوهمه لويه د ځوانانو آبادي ده. ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو سټارټ اپس ته كېپيټل ګېن ټېكس، ډېجيټل سګنيچرز، انټيلېكچوئل پراپرټي رائټس او غېر ملك?? سرمايه ته زړه راكښونكې جوړولو لپاره موثر اقدامات وكړي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ته په بريفنګ كښې ووئيل شول اي كامرس په بې مثاله رفتار سره پرمختګ كوي، د يو ارب 50 كروړه ډالرو په وېليو كښې په كال 2021م كښې د پاكستاني سټارټ اپس سرمايه كاري تر 37 كروړه 50 لكه ډالرو زياته شوې. په مهمو سټارټ اپس كښې اي كامرس، لاجسټك، فنټېك ??و هېلتھ ټېك شامل دي. په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاكار عبدالرزاق داٶد، د وزيراعظم خاص مرستيال او وياند ډاكټر شهباز ګل، د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن اظفر احسن، د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر محمد اشفاق احمد، د اېس ټي زېډ چيئرمېن عامر هاشمي او نورو اعلٰی چارواكو ګډون كولو.