فيصل آباد 08 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي او ابلاغ چارو خاص مرستيال او وياند ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي زرداري او شريفې كورنۍ د هېواد خزانه په بېدردۍ لوټ كړې خو اوس به په هېواد كښې دوه نه يو نظام چلېږي٬غريب او متوسط طبقې ته به هم د مالدارو برابر آسانۍ ترلاسه كېږي٬نن څخه به د فيصل آباد ډويژن هر وګړي ته هېلت كارډ ترلاسه شي۔د نهې په ورځ ضلع كونسل فيصل آباد كښې خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل شهباز شريف او د شريفې كورنۍ د نورو كسانو سره د مقصود نائب قاصد تنخا 9 زره روپۍ وه د هغه په اكاؤنټس كښې څلور څلور اربه روپۍ اچولې شوې خو دا روپۍ د يو دوو ورځو ل??اره وې۔كله چې د مقصد نائب قاصد په كور يو كس ناروغه شو نو هغه د كور اثاثې خرڅې كړې او د هغه درملنه يې پرې وكړه۔ده ووئيل عمران خان د پا??ست??ن په تاريخ كښې په وړومبي ځل د هر وګړي مرسته كړې او هغه له يې تر 10 لكه روپو د كال وړيا د درملنې آسانيو وركولو ل??اره هېلت كارډ جاړي كړے دغسې د غريبې طبقې لپاره د پناه ځايونه او ل??ګر خا??ې جوړې كړې شوي۔ده ووئيل عمران خان عمر له د كرپشن په ضد غږ پورته كړے او عملي اقدامات يې كړي۔ده ووئ??ل په هېواد كښې دوه نه يو نظام د پا??ست??ن تحريك انصاف منشور ؤ ٬په تېر وخت كښې غلو د هېواد خزانه لوټ كړې۔د دې برعكس اوس په هېواد كښې كوم وزير٬صلاحكار يا بيورو كرېټ د كرپشن جرات نشي كولے ځكه چې هغوي ته معلومه ده چې عمران خان يو ايماندار او ديانتدار وزيراعظم دے او كه چا هم كرپشن وكړو نو په ضد به يې كاروائي كولې شي