اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سمندر پورې پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده، حكومت په هېواد كښې د سمندر پورې پاكستانيانو سرمايه كارې كولو او د دوي د سرمايه تحفظ لپاره اقد??ما?? كوي. د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د پاكستان اېسوسي اېشن دبئي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات وكړو. په پلاوي كښې د پاكستان اېسوسي اېشن دبئي چيئرمېن ډاكټر ضيا الحسن، د پاكستان اېسوسي اېشن دبئي صدر ډاكټر فېصل اكرام او ممتاز مسلم شامل وو. د ملاقات په مهال په دبئي كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا د حكومت د كاروبار دوسته پالېسو پ?? سبب په سرمايه كارې كښې په خوښې خبرې وشوې. ملاقات كوونكو نه يوازې بهرمېشته پاكستانيانو ته په ټاكنو كښې د رائے حق په وركولو بلكې د پېسو منقتل كولو لپاره د روشن ډېجيټل اكاٶنټ او د دوي د حقونو تحفظ لپاره په اقد??ما?? حكومت ته پېرزئنې وړاندې كړې