اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي وفاقي محتسب اداره د ټېكس وركوونكو آسانې او د ستونزو حل لپاره غوره كردار ترسره كوي٬د ټېك?? كلتور عام كول او آسانولو ضرورت دے ۔ده دا خبرې د ګل په ورځ ?? وفاقي ټېكس محتسب د كردار او كاركردګۍ په اړه په ايوان صدر كښې راجوړ شوي سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په سېمينار كښې د اېف بي آر٬?? وفاقي ټېكس محتسب دفتر او د نورو ادارو چارواكو او د بېلا بېلو تجاراتي تنظيمونو استازو ګډون وكړو۔صدر مملكت ووئيل تاجران د هېواد معاشي پرمختګ او د ټېكس ادائيګۍ لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كوي٬ده ووئيل په جديد ټېكنالوجي كارولو مهم دستاويزات محفوظ كې??ے شي او د انصاف وركړه باوري كې??ې شي۔صدر مملكت ووئيل اولس دې د ټېكس چارواكو د ناانصافۍ او بدانتظامې په ضد انصاف لپاره ټېكس محتسب ته مراجعه وكړي۔ده ووئيل د جديدې ټېكنالوجۍ په استعمال په كرپشن كښې كمے راتللے شي۔د بلا?? چين ټېكنالوجۍ په مرسته ?? فنډز غلا٬كرپشن او رشوت كمېدے شي۔سېمينار ته وفاقي ټېكس محتسب ډاكټر آصف محمود جاه هم وېنا وكړه۔ده ووئيل د تېرو پنځو كلونو په مهال ټېكس محتسب د 27 اربه روپو ريفنډ وركړي۔دغسې په دې مهال صدر مملكت په سېمنيار كښې ?? وفاقي ټېكېس محتسب د وېب پورټل پرانسته هم وكړه۔