اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د تحريك عدم اعتماد په سيالۍ كښې به مونږ بريالي كېږو٬ په هېڅ صورت به استعفی نه وركوم٬ چا ته دا غلط فهمي كېدې شي چې په كور ??ه كېښنم۔ د شورو په ورځ ميډيا ??رسنز سره خبرو كښې ده ووئيل نيوټرل خبرې نه چا غلط مطلب اخستې دې٬ ما د نيوټرل خبره د ښه امر كولو او د بدو نه د منع كولو په تناظر كښې كړې، فضل الرحمن د سياست 12م لوبغاړې دے٬ د چا چې اوس د ټيم نه د بهر كېدو وخت راغلے دے ۔ ده ووئيل په پوځ ناوړه ټكونه ??ېږي ٬ قوي پوځ د هېواد ضرورت دې ، كه پوځ نه ??ې نو هېواد به درې ټكړې شوې ٶ، سياست لپاره دې پوځ بدنام نه ??ړې شي ۔ ده ووئيل د نون ليګ او پيپلز پارټۍ سياست غلا كول او غلا پټول دي، چا ته دا غلط فهمي كېدې شي چې زه به كور كېښنم، په هېڅ صورت كښې به استعفی نه وركوم، آيا د شوكمارو په فشار استعفی وركړم٬ آيا د جنګ نه ??راندې لاس په سر شم٬ ده ووئيل چوهدري نثار سره زما ملاقات شوې دې ھغه سره پنځوس كلن زوړ تعلق لرم٬ دے٬ ده ووئيل د عدم اعتماد سيالي به مونږ ګټو