اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې آصف زرداري چې څومره دولت وي، راوړه يو كا??كن به هم خرڅ نه شي، تحريك انصاف او عمران خ??ن به د اولس په عدالت كښې بريالې كېږي، اپوزيشن پېغام وركړے چې اېن آر او راكړئ، عدم اعتماد به بېرته واخلو خو قوم پرېكړه كړې چې اېن آر او به ترلاسه نه كړي، نن قوم يو ځل بيا وائي چې وزيراعظم مونږ تا سره يو. د اتوار په ورځ په پرېډ ګراٶنډ اسلام آباد كښې د پي ټي آئي غونډې امر بالمعروف ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د پاكستان اولس نن ښودلې چې قوم راويښ شوے، په كال 1947م كښې قائداعظم قوم راويښ كړے و او پاكستان جوړ شو، په كا?? 1965م كښې قوم راويښ شوے و، د پېښور په اے پي اېس په بريد راويښ شوے و او ترهګرو ماتې وخوړله او نن قوم راويښ شوے چې كه ځينې ضمير خرڅېږي نو ځينې ضمير د حسېن د انكار په شان ولاړ وي. ده ووئيل چې آصف زرداري چې څومره دولت وي، راوړه يو كا??كن به هم خرڅ نه شي، تحريك انصاف او عمران خ??ن به د اولس په عدالت كښې بريالې كېږي. خارجه وزير ووئيل چې زما په سينه كښې ډېر رازونه دي كه څرګند ئې كړم نو دوي به د سر څرګندولو قابل نه وي خو زه د يو سوګند پابند يم.