بيجنګ 30 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د سيمه ايز استحكام٬روابط او اقتصادي انضمام ودې لپاره افغا??ست??ن كښې امن ضروري ګڼي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په چين ګښې د افغا??ست??ن ګاونډيانو هېوادونو درېمې غونډې په موقع د افغان لن?? مهاله خارجه وزير امير خان متقي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې و??ړه۔خارجه وزير ووئيل مونږ د يو آزاد٬خپلواكه او په اقتصادي توګه قوي او متحد افغا??ست??ن لپاره د افغا??ست??ن او نړيوالې ورورولۍ ترمينځه د روابطو د تسلسل هركلے كوو٬په 23 او 24 مارچ په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د نتيجې وړ غونډه شوې چې پكښې د نورو چارو سره سره غړو هېوادونو د افغا??ست??ن سره د يو والي څرګندونه كړې۔خارجه وزير ووئيل په دغه غونډه كښې د افغا??ست??ن لپاره د هيومينټيرين ټرسټ فنډ فعالولو اعلان هم شوے ٬پاكستان سيمه ايز استحكام٬رابطو او اقتصادي انضمام ودې لپاره په افغا??ست??ن كښې امن ضروري ګڼي۔ده ووئيل مونږ كورني استحكام او د نړيوالې ورورولۍ هيلې پوره كولو لپاره د افغا??ست??ن عبوري حكومت اقدامات او عزم ستائيو۔خارجه وزير د پاكستان د اړخه د افغا??ست??ن استحكام او پرمختګ لپاره د هڅو روانو ساتلو د عزم څرګندونه وكړه۔د افغا??ست??ن د عبوري حكومت لن?? مهاله خارجه وزير امير خان متقي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې په كاميابۍ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د پاكستان قيادت له مباركي وركولو سره د افغا??ست??ن تعمير او پرمختګ او استحكام لپاره د پاكستان په پرله پسې په معاونت د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او پاكستاني قيادت مننه وكړه