اسلام آباد۔2 اپرېل(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نړۍ دا مهال كړكېچن صورتحال څخه تېرېږي او په بشري خواخوږۍ او د انسانانو ترمينځه په مساواتو او اخلاقياتو اډانه لرونكي نړيوال نظام ته لېواله ده۔ صدر مملكت دا خبره اسلام آباد سکېورټی ډائیلاګ ??ښې ګډون كوؤنكو ته خطاب ??ښې وكړه۔ صدر مملكت په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې انساني تاريخ د جنګونو ٬ تباهۍ او هلاكتونو نه ډك پروت دې۔ هغه ووئيل دا يو سوال دې چې قومونو د تاريخ نه زده كړه كړې يا نه ده كړې او دا هم يو سوال دې چې د جنګونو او شخړو نه بچ كېدو لپاره د رياستونو د سلامتيا معيار څه كېدل پكار دي۔ صدرمملکت هيله ولرله چې طاقت او اختيار لرونكي روشن خياله او لوستې خلك به په اخلاقياتو د اډانه لرونكي نړيوال نظام د لارې انسانيت سره انصاف وكړي۔ د عصري چېلنجونو ذكر كولو سره صدر مملكت ووئيل د رائې آزادي په ناوړه توګه كارول ٬ د جعلي خبرونو د لارې غلط معلومات او د دې خپرول په نړۍ ??ښې رامخې ته كېدونكي نوې چېلنجونه دي۔ صدر مملکت د نړۍ په تاريخ ??ښې د لويې انساني تباهۍ ذكر كولو سره ووئيل چې د منګوليانو بريدونو ٬ د انګلستان او فرانس ترمينځه 100 كلن جنګ او په اولني او دوهم نړيوال جنګ ??ښې زيات انساني ځانونه ضائع شول له كومې وروستو چې د نړۍ قومونو په سباؤن ??ښې له جنګونو څخه بچ كېدو لپاره ځينې اصول وضع كړل په دې لړ ??ښې به اوس د قومونو ترمينځه جيو پوليټكل مكالمه مهمه وي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان له 40 كلونو راهېسې په خپله خاوره د لكھونو په شمېر افغان كډوالو كوربت??ب وكړو او د دې په مقابله ??ښې كډوال په بحيره روم ??ښې ډوبېدو ته پرېښودلې شؤ۔ صدر مملكت د هند لخوا د پاكستان د حد دننه د توغندي پرېوتو پېښه د غېر ذمه وارۍ لويې عمل ګرځولو سره ووئيل په هند ??ښې د نرېندر مودي د قوم پرستۍ په بنياد د جذبات په راپارولو د اډانه لرونكې اقداماتو د لارې هندوستاني ټولنه بدلولې شي۔ ده ووئيل په هند ??ښې د يورينيم غلا او د قاچاق يو شمېر پېښې رامخې ته شوې ولې په دې نړيوال غبرګون مختلف پاتې شو۔ ده زياته كړه چې په بې وزلۍ ??ښې كمي كولو او روغتيا او وزده كړو ته د پام كولو په لړ ??ښې نړيوالې هڅې ګټورې ثابت شوي دي او په سړي سر آمدن ??ښې زياتوالې هم رامخې ته كېږي