لاهور 05 اپريل (ا?? پي پي) وزير??عظ?? عمران خان د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته رسيدلے ،ګورنر هاؤس لاهور كښې د صوبائي اسمبلۍ غړو د وزير ??عظ?? سره ملاقات کړے ۔په دې مو قع د پي ټي آئي 193 غړو د چوهدري پرويز??له?? په پنجاب اسمبلۍ كښې د ليډر آف دي هاؤس په نامزدګۍ د بشپره باور څرګندونه كړې۔ وزير??عظ?? عمران خان د اسمبلۍ غړو ته وينا كښې ووئيل كله چې ??م مشكل وخت وي په هغې كښې د وګړو پېژندګلو كېږي چې څوك څوك ملګرتيا كوي او څوك نه۔ده ووئيل وزيراعلي عثمان بزدار عاجزي،انکساري او په زړه پورې هلو ځلو سره درې نيم كاله تير كړې او د ستونزو سره مخ شوے ، ده ووئېل وخت به ثابت کړي چې د وزيراعلي کارکردګي ښه وه،زه هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوم ، زما په نظر كښې د هغه عزت زيات شوے ۔ده ووئيل د پنځو شپږو مياشتو راهسې بهرنے سازش روان ؤ او ځائې كسان په دې كښې شامل وؤ،زه په دې خوشحاله شوے يم چې د ګوند غړي زمونږ سره ولاړ دي ، ده ووئېل دا ځل به ټكټ وركولو عمل څارنه پخپله كوم، په دې ډير خوشحاله يم چې زما ټيم زما سره ولاړ دے۔ده ميرمنو غړو ته په خاص توګه پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئيل پاكستان په تندۍ سره بدلېږي، د حلقو سياست هم بدل شوے او اوس ټول د قامي غيرت او خپلواكۍ خبره كوي۔ وزير??عظ?? ووئيل چوهدري پرويز??له?? له باور وركوم چې ګوند هغه سره ولاړ دے او هغه به كاميابوي۔په دې وزيراعلي عثمان بزدار د چوهدري پرويز??له?? بشپړه ملګرتيا كولو اعلان وكړو۔ چوهدري پرويز??له?? وزير??عظ?? او د پي ټي آئي د ملګرتيا كولو مننه كولو سره ووئيل وخت به ثابته كړي چې دا يوه ښه پريكړه وه۔ په دې موقع پخواني وفاقي وزيران شاه محمود قريشي، پرويز خټك ، شفقت محمود او د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه پشمول نور ??م موجود وو