اسلام آباد۔8اپرېل(اے پی پی) الېكشن كمېشن په فوري توګه د قومي او صوبائي اسمبليو د نوې حلقه بنديو كار پېل كړې او د اپرېل تر 13 مې نېټې يۍ ټول ټاكنو لپاره بشپړه اېكشن پلان هم طلب كړې دې ٬ په پنجاب ??ښې د ټاكنو په سمدستي توګه كولو له يۍ د خزانې وفاقي سېكتر او د پنجاب چيف سېكتر د طلب كولو پرېكړه كړې ده ٬ اېن اے 33 ضلع هنګو ??ښې به ضمني ټاكنو له پولنګ د 10 اپرېل په ځائې په 17 اپرېل كولې شي۔ د الېكشن كمېشن غونډه د جمعې په ورځ د چيف الېكشن كمشنر سكندر سلطان راجا په مشرۍ ??ښې وشوه كومه ??ښې چې د الېكشن كمېشن غړو او اعلی چارواكو ګډون كولو۔ الېكشن كمېشن د كال 2017 سړي سر شمېرو په بنياد په سمدستي توګه د قومي او صوبائي اسمبليو د ټولو حلقه جاتو د حلقه بندۍ كار پېل كړې دې۔ كمېشن امر كړې دې چې دا كار دې په څلور مياشتو ??ښې دننه بشپړ كړې شي۔ د فنانس ډويژن په مشوره الېكشن كمېشن د اي سي سي منظورۍ لپاره د ضمني ګرانټ س??ري ولېږله كومه چې اي سي سي د منظورۍ نه وروستو كابينې ته ولېږله۔ كابينې د دې منظوري وركړه او فنانس ډويڼ د فنډز د منظورۍ مراسله هم الېكشن كمېشن ته ولېږله چې د الېكشن كمېشن د ضرورت له مخ?? به فنډز وركولې شي۔ د الېكشن كمېشن چارواكو چې څه وخت فنډز جاري كولو له د فنانس ډويژن چارواكو سره رابطه وكړه نو دا ووئيلې شؤ چې د پنجاب حكومت د خپلې برخې فنډز لپاره ضروري اېن او سي نه ده جاري كړی چې له امله ئې بلدياتي ټاكنو لپاره الېكشن كمېشن مطلوبه فنډز وركولې نه شي۔ الېكشن كمېشن په سختۍ سره د دې خبرې نوټس اخستلو سره ووئيل په آئيني او قانوني توګه الېکشن کمېشن د مالی انتظامی اعتبار سره يوه خپلواكه اداره ده او د پاكستان حكومت او ټول صوبائي حكومتونه د بشپړه مالي او انتظامي مرستې پابند دي۔ الېکشن کمېشن د پورته ذكر شويو سببونو او په پنجاب ??ښې د بلدياتو ټاكنو كېدل په وخ?? باوري كولو له پرېكړه وكړه چې د خزانې وفاقي سېكتر او د پنجاب ستر سېكتر رابللو سره دې د دوئي دريځ واورېدلې شي او بيا دې كومه مناسب پرېكړه وكړې شي۔ په غونډه ??ښې دا هم پرېكړه وكړې شوه چې په اېن اے 33 ضلع هنګو ??ښې ضمني ټاكنې د 10 اپرېل په ځائې اوس په 17 اپرېل كولې شي۔ په غونډه ??ښې دا پرېكړه هم وكړې شوه چې ټول ټاكنو له د ټاكنو فهرستونو ته د بيا كتنې كار دې په بېړني بنيادونو بشپړ كړې شي۔