بیجنګ۔12اپرېل(اے پی پی) چين شهباز شريف ته د پاكستان نوي وزيراعظ?? په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د خارجه وزارت وياند ژاؤ لیجیان شهباز شريف ته د پاكستان وزيراعظ?? په ټاكل كېدو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړ?? ده چې دې سره به د پاكستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ ده ووئيل چين او پاكستان په هر ډول حالاتو كښې د مرستې تزويراتي همكاران دي او دواړه هېوادونه يو بل سره تلپاتې اړيكې لري۔ ??ه زياته كړه چې چين په دې نوي دور كښې خپلې روايتي ملګرتيا روانه ساتلو ، ګڼ اړخيزه مرسته لا زياتولو او په مشتركه توګه اعلی معيار سره د چين پاكستان اقتصادي راهد??رۍ ترسره كولو له پاكستاني فريق سره كار كولو ته سترګې په لاره دې