فېصل آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان وئېلي دي عمر??ن خان هېواد تباه كړے٬مونږ په آئيني ډول د هغه حكومت ختم كړے٬نه چا څخه انتقام اخلو او نه څوك زندان ته لېږو٬په راروانو ټاكنو كښې به هغه څرګند كړے شي دغسې عمر??ن خان چې څومره هم جلسې وكړي خو مونږ به د هغه د نااهلۍ٬كرپشن او بېډ ګورننس څخه اولس خبروو٬د لاهور اولس د عمر??ن خان بيانيه مسترد كړې هم دغه وجه ده چ?? د ??يارت په ورځ د مينار پاكستان جلسه د ټولو هڅو باوجود يو فلاپ شو وه۔د كورنيو چاور وفاقي وزارت چوكۍ سنبهالولو نه پس د جمعې په ورځ په وړومبي ځل فيصل آباد ته په تللو د كاركنانو يوې غونډې ته خپله او مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل عمر??ن خان هېواد تباهۍ ته رسولے٬هغه هېڅ معاشي٬اقتصادي پالېسي نه لرله٬په ګرانه بيعه به څيزونه خرڅېدل٬پوښتنه كوونكې څوك نه وو٬دغسې په ټول هېواد او په خاص توګه په پنجاب كښې د ګورننس نوم څه څيز نه ؤ ٬ده ووئيل عمر??ن خان يو تكبر لرونكے انسان ؤ كوم به چې اولس ته د مدينې رياست قي??ې كولې خو د هغه قول او فعل د هغې برعكس ؤ ۔ده ووئيل د هغه د ديانتدارۍ اندازه دې خبرې څخه لګېدې شي چې هغه توشه خاني كوم چ?? د ??ېت المال يو شكل دے هېڅ څيز نه دې پرېښودلے او ټولې ډالۍ يې ځان سره وړي۔ده ووئيل د توشه خانۍ څيزونه ئې په كمه بيعه اخستي او په ګرانه بيعه په نورو هېوادونو كښې خرڅ كړے شوي ٬ده ووئيل الېكشن كمېشن چې څه غواړي مونږ به هغه اصلاحات كوو دغسې الېكشن كمېشن په عدالت كښې وئېلي دي چې ټاكنو لپاره 7 مياشتې پكار دي ٬ مونږ اليكشن كمېشن له ټولې آسانۍ وركولو له چمتو يو۔ده ووئيل د پنجاب پخواني وزيراعلٰی عثمان بزدار هم لويې كرپشن كړے او په وزيراعلٰی هاؤس كښې هر ډول غلا كېده او هر كار به په روپو كېدلو۔ده ووئيل فرح خان بهر تښتېدلې٬مونږ به دغه ټول په ډاګه كوو۔ده ووئيل عمر??ن خان ته معلومه وه چې زما ټول كاركنان زما څخه مرور دي كله به چې ئې هم بل د اسمبلۍ نه پاس كولو نو د طاقت په زور به يې پاس كولو۔ده ووئيل باغي غړو د چا څخه پيسې نه دي اخستې بلكې د هغوي پريكړه د هغوي د ضمير په غږ وه