اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د صو??و لخوا د غنمو اخستو په هدف نه سر كېدو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره د جون تر وړومبۍ نيټې د غنمو د هدف سر كولو امر كړے ، د بهر څخه د درآمد كېدونكو غنمو په صوبو وېشل?? لپاره دې كمېټي جوړه كړې شي٬ د سياست نه پرته به وفاقي حكومت د خېبر پښتونخوا واكمنو هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو طارق بشير چيمه، مريم اورنګزېب، د اړوندو ډويژنونو او څانګو چارواكو سره سره صوبائي چيف سېكترانو د وېډيو لنك د ??ار?? ګډون كولو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم وئيلي دي د قام يو پېسه بچ كول د حكومت په حېث زمونږ فرض دے ٬ هېواد كښې په زيات مقدار غنم موجود دي٬ خو صوبې دې د ذخيزه اندوزو په ضد اقدامات وكړي٬ اولس به په هې?? صورت په مشكل كښې نه اچوٶ٬ بيان كښې ئوېلې شوي وفاقي حكومت به په هر صورت په ټيټه بيعه اوړه وركوي٬وفاقي حکومت هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعظم سپارښتنه كرې چې زيات ارزان او معياري غنم درامد كول باوري كړئ٬ په هر يوټيليټي اسټورز دې د اوړو د لسو كلو بيعه 490 روپۍ په ځائ وساتلې شي او دغسې په اوپن ماركيټ كښې دې هم پاتې صوبې بيعه باوري كول?? لپاره اقدامات وكړي