اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به هېواد د سخت صورتحال څخه راوځي٬ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كېږي٬ عم??ان نيازي دې منفي سياست پرېدي او په چارټر آف اكانومي دې خبره وكړي ٬ پي ټي ائې تېره ورځ د اسلام آباد په سړكونو فساد مارچ كړے٬پاكستان چې كله هم د پرمختګ سفر پېل كوي نو عم??ان خان دهرنې كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته ?? وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د عم??ان خان منفي سياست قيمت 22 كروړ اولس ادا كوي٬د عم??ان خان د مارچ په سبب د ياسين ملك د سزا په ضد غږ پورته نه كړے شو۔ده ووئيل پوښتنه دا ده چې عم??ان خان د مئي 25مه نېټې ته مارچ ولې راوس??ے؟??ند د مئي په 25مه نېټه ياسين ملك ته ??زا اوروله٬ ده ووئېل د عم??ان خان سياست تل دښمنانو ته ګټه رسولې۔ده ووئيل څنګه چې مقصد پورا شو نو عم??ان خان كور ته په قلاره روان شو٬عم??ان خان وړاندې هم په معيشت وار كړے و٬ ده ووئېل عم??ان خان معيشت تباه كړے۔ده ووئيل پرون اسلام آباد كښې عم??ان خان فسادي سياست كړے ٬د دهرنې كال څخه څه مقصد ترلاسه كول وو قام پوښتنه كوي۔وفاقي وزير ووئيل عم??ان خان د فارن فنډنګ كيس حساب نه وركوي۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل پرون عم??ان خان كاركنان پرېښودل او بني ګاله ته لاړو٬پوښتنه دا ده چې عم??ان خان د مئي 25مې نېټې ورځ ولې ټاكلې وه٬ وفاقي وزير ووئېل عم??ان خان د هېواد دښمنانو لپاره هلې ځلې كوي٬وړاندې يې هم د 14 اګست په موقع دهرنا كړې و??٬ع????ان خان د هند په ضد د احتجاج مخ نيوي كال وركړے۔ده ووئيل عم??ان نيازي دې منفي سياست پرېدي او په چارټر آف اكانومي دې خبره وكړي ٬هغه د هېواد خالي كولو په ايجنډا كار كوي۔ده ووئيل په تېرو څلورو كلونو كښې د سي پېك له مخې يو ډالر سرمايه كاري نه ده راغلې٬د دې څخه زياته نااهلي او نالائقي څه كېدې شي۔ده ووئيل د سي پېك له مخې خاص اقتصادي زون كښې كوم كار نه دے شوے٬په ګوادر كښې كوم پرمختيائي كار نه دے شوے چې په كومو پروژو كار روان دے هغه زمونږ حكومت پیل كړی وې۔