ګلګت ۔14جون (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي په سكردو ګرلز هائي سكول (قائد آباد) كښې د سركاري سكولونو طالبعلمانو ته د ټرانسپورټېشن وظيفې وركړه پېل كولو له د منصوبې رسمي پرانسته كړې ٬ده په دې مهال هلكانو او ??نج??نو له چېكونه ??رط??ل۔ په دې موقعه صدر ډاكټر عارف علوي خپل خطاب كښې ووئيل د ګلګت بلتستان حکومت په سركاري سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو ته پېښې سفري ستونزې كمولو له انقلابي منصوبه پېل كړې ۔ ده ووئيل هيله ل??م چې د ګلګت بلتستان حكومت به په يو څو كالو كښې هر كوچني ته د زده كړو آسانۍ باوري كړي۔ صدر ووئېل په سكولونو كښې د ماشومانو د تعليم سره سره د دوي تربيې ته هم پام لرنه كړې دغسې چې په ګرده نړۍ كښې د ګلګت بلتستان او پاكستان ځانګړې مقام برقرار پاتې شي۔ په دې موقعه صدر مملكت د صوبائي حكومت پرېكړې له مخې ګرلز هائی سکول قائد آباد تهد هائر سېکنډری درجه وركولو اعلان وكړو۔ د ګلګت بلتستان وزيراعلی خالد خورشيد په دې موقعه خپل خطاب كښې ووئيل حکومت په سركاري سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو لپاره د ټرانسپورټېشن وظیفې منصوبه پېل كړې ۔ په راتلونكي مالي كال كښې به دې ته لا پراختيا وركولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي د زده كړو ودې له د وزيراعلی دې ګام څخه به سركاري سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو20000 څخه زيات هلكان او ??نج??نې استفاده وكړي۔ د سركاري سكولونو د شپږم نه تر دولسم كلاس زده كوؤنكو ته به د مياشتې 1000 روپۍ او ??نج??نو ته 1200 روبۍ د سكول ټرانسپورټېشن په مد كښې وركولې شي۔ په دې منصوبه به د 20 كروړه نه زياتې روپۍ مصرف كولې شي