اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ځوانانو ته د جديد تعليم په كالو د ځان سنګارولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې يو مكمل انسان لپاره تعليم سره تربيت هم ضروري دے۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ 26م كانووكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې پوهنتونونه دې د ټولنې اخلاقيات او اقدارو ته خاص پام وكړي٬مونږ له به د تعليم نظام ښه والي پلو پام كول وي۔ صدر مملكت ووئيل چې بشري وسائل او د ذهنونو پرمختګ تعليم سره تړلې دے۔زده كونكي دې د تعليم سره سره رابطې او ژبې او بيان صلاحيتونو كښې زياتوالي ته خاص پام وكړي۔ صدر مملكت ووئيل چې په دې زمانه كښې په تندۍ سره په راتلونكو بدلونونو ځان پوهه كول وي۔ د ټېكنالوجۍ په مرسته علم ته رسنه زياته شوې۔ ده ووئيل چې د انسان د تجزيه كارۍ او د فيصله سازۍ صلاحيتونو بنيادي اهميت اختيار كړے۔ د قدرتي وسيلو په نسبت د انساني او فكري وسيلو اهميت زيات شوے۔ صدر مملكت ووئيل چې په اوسني دور كښې علم د پرمختګ يوازنۍ لار ده٬پ??كس??ان ته د هنر مند او تربيه شوې انساني ??سيلو سخت ضرورت دې۔صدر مملكت ووئيل چې پ??كس??ان د اخلاقياتو پ?? لحاظ هم برتري لري٬پ??كس??ان تر 40 كاله د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كړې۔په پ??كس??ان كښې اولس د زلزلې او سېلاب په صورتحال كښې د خېرښېګړې په چارو كښې بشپړه برخه اخلي۔ صدر مملكت ووئيل چې سرسيد احمد خان٬علامه اقبال او قائداعظم مونږ د قوم په حېث پورته كړی يو۔ده ووئيل چې د پ??كس??ان پرمختګ لپاره د جمهوريت تجارت او جزبې ضرورت د??۔د?? ووئيل چې په زده كونكو د ټولنې د پرمختګ او خېرښېګړی خاص ذمه واري راځي