اسلام آباد 22 جولائي (اے پ?? پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې م??يم اورنګزېب وئيلي دي چې د پاكستان اولس د غلا، منافقت او دروغو سياست رد كړے، د عمران خان ان??خابي فرېم ورك په كال 2018م، د خېبر پښتونخوا، آزاد كشمير، ګكګت بلتستان، سېنېټ او ډسكه په ټاكنو كښې په نظر راغلے و، څلور كاله ان??خابي فرېم ورك چرته و؟ د جمعې ??ه ورځ د فواد چوهدري په بيان په خپل غبرګون كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې عمران خان په هېواد كښې د سياسي عدم استحكام د لارې م??اشي عدم استحكام پېدا كول غواړي. وفاقي وزيرې ووئيل چې پاكستان او د دې اولس د عمران، بشرٰی، ګوګي مافياز او كارټلز غلاګانې نه شي زغملې. هغې ووئيل چې د اپرېل په 3مه نېټه عمران خان د اقتدار څخه جلا شوے. مريم اورنګزېب ووئيل چې د كنځلو او دړكو ورځې تېرې شوې دي، آرام وكړئ، خله بند وساتئي او مونږ كار كولو ته پرېږدئ.