لاهور 24 جولائي (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير اعظم نذير ت??رړ او د پنجاب د كو??ني?? چارو وزير عطاالله ت??رړ وئيلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيكر د رولنګ په ضد د خواست اورېدنې لپاره دې د س??ري?? كورټ فل بېنچ تشكيل كړے شي، مسلم ليګ ن د ادارو په ضد په كمپائن چلولو باور نه لري. د اتوار په ورځ په ماډل ټاٶن كښې شريك خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوي ووئيل چې په بنيادي توګه دا مقدمه د آرټيكل 63 اے د تشريخ ده، س??ري?? كورټ دې د وړاندې نه دائر شوي خواستونه يوځائ كولو سره واوري. دوي ووئيل چې د سياسي او مهم نوعيت مقدمو لپاره بايد د فل كورټ آپشن وي چې دغسې انصاف په نظر راشي. دوي ووئيل چې د س??ري?? كورټ بار اېسوسي اېشن پنځو پخوا??و مشرانو لطيف آفريدي، يسين آزاد، فضل حق عباسي، كامران مصطفٰی او قلب عباس هم دا غوښتنه پرله پسې كړې.