اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف كشميريانو له د هغوي د خپلواكۍ جائز حق وركولو پورې د پاكستان د اړخه د هر ممكن مرستې باور وركولو سره په دې خبره زور ر??وړ?? چې د ملګرو ملتونو قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې د كشمير شخړی امن ناكه حل سره په سوئېلي آسيا كښ?? امن او استحكام راتللے شي۔د ملګرو ملتونو په ايجنډا د جمو و كشمير پخوانۍ شخړه بايد په سمدستي توګه د ذمه وارۍ احساس لرلو تر مخه حل كړی شي۔نن د جمعې په ورځ د اګست په 5مه نېټه د كشمي?? استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښ?? وزيراعظم ووئيل د هند د اړخه په 5 اګست 2019 جمو او كشمير كښ?? د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات درې كاله شوي٬بي جے پي او د آر اېس اېس زير اثر د هند حكومت د څلورم جنيوا كنونشن پشمول د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قرادادونو او نړيوال قانون خلاف ورزي كوي او مقبوضه كشمير كښ?? د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره خپله هندوتوا ايجنډا مخ په وړاندې بوځي۔وزيراعظم ووئيل هندي عسكرو د 5 اګست 2019 راهسې مقبوضه كشمير كښ?? اضافي عسكر تعيناتول او په مېډيا بندېز لګولو سره جمو او كشمير په ټولو لوي زندان بدل كړے۔ده ووئيل د بشري حقونو صورتحال د تېرو دريو كلونو په مهال نور هم خراب شوے۔كشميريان تراوسه په پوځي محاصره كښ?? دي ٬ د هغوي سينئر قيادت په زندان كښ?? دے۔ او كشميريان د خپل بنيادي حقونو او آزادو څخه پرله پسې محروم ساتلے كېږي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاكستان د كشميريانو دې جائز مقصد ترلاسه كولو له د هغوي هر ممكن مرسته كړے۔ده ووئيل دا خبره د افسوس ده چې په مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كېږي۔وزيراعظم ووئيل دا د كشميريانو همت دے چې هغوي په مړانه د دې مقابله كوي٬د جمو كشمير شخړه د 7 لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو په ايجنډا ده بايد نړيواله ورورولي د دې مسئلې حل كولو له په زړه پورې كردار ترسره كړي۔