اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د يتيم ماشومانو په سر د شفقت لاس كېښودل زمونږ ذمه واري او خدمت دے، د سويټ هومز ماشومانو بهترې او پرمختګ لپاره به حكومت اقدامات كوي، د يتيم ماشومانو د كفالت او تعليم او تربيې فريضه ترسره كولو سره زمرد خان او د هغه مل??ري لوي كار كوي، وزيراعظم د سويټ هومز ماشومانو لپاره د بسونو ډالې كولو ا??لا?? هم وكړو. د اتوار په ورځ د آزادې ورځې د ډائمنډ جوبلي په م??قع وزيراعظم د پاكستان سويټ هومز دوره وكړه او د جشن آزادې په لړ كښې په دستوره كښې ئې ??ډون وكړو. د سويټ هومز د ماشومانو لخوا د وزيراعظم تود هركلې وكړے شو. د سويټ هومز په خاكي وردۍ كښې ملبوس ماشومانو مارچ پاسټ وكړو او وزيراعظم ته ئې سلامي و??ړه. په دې م??قع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره، د پاكستان سويټ هومز سرپرست اعلٰی زمرد خان، وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي، حنيف عباسي، انجم عقيل او چوهدري ياسين هم موجود وو. په دې م??قع په خپله وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې نن ټول قوم د آزادې ورځ لمانځي او دا د آزادې 75مه سالګره ده كومه چې د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې پاكستانيان لمانځي. ده ووئيل چې په پاكستان سويټ هومز كښې د قوم خوږو ماشومانو سره په ليدنه ډېر خوشحاله شوم، دا صدقه جاريه ده، زمرد خان او د هغه ملګرو دا لويه ذمه واري پغاړه اخستې. داسې ماشومان كوم چې د والدين د سيورې نه محروم دي، د دوي په سر د شفقت لاس كېښودونكي دين او دنيا دواړه ګټي. د دې اجر به دوي ته الله وركوي. دوي د قومي خدمت فريضه ترسره كوي. د زمرد خان لخوا ماشومانو لپاره د ټرانسپورټ مسئله په پورته كولو وزيراعظم د سويټ هومز ماشومانو لپاره د بسونو د ډالې وركولو ا??لا?? وكړو. ده ووئيل چې د دې لوئې درسګاه پراختيا لپاره چې كوم خدمت پكار وي هغه به كوو. وزيراعظم په دې م??قع د پاكستان او قائداعظم زنده باد نعرې ووهلې او ماشومانو ئې په بشپړه توګه ځواب وركړو. په دې م??قع ده ماشومانو سره د جشن آزادې كېك پرې كړو او په ماشومانو ئې كېك هم وخوړلو. وزيراعظم ماشومانو سره خبرې هم وكړې