اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې بدلون د پي اېس او په خرڅونو د بدلۍ عكاسي كوي٬ د اولس د تنقيد هركلے كوٶ٬ زه په دې پوهه يم چې زه خپ?? هېواد سره مخلص يم او ما هېواد د ډيفالټ كېدو نه ساتلے۔ د نهې په ورځ د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د اضافې نه پس مفتاح اسماعيل او د سينئر خبريال حامد مير په ټويټر د خبرو تبادله وشوه۔ حامد مير د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د اضافې نه كېدو د ??دع?? خبر ??ركړے ؤ او ليكلېئې وو “مفتاح صاحب تاسو عمر له غلطېږې ولې ؟”۔ په ځواب كښې د خزانې وزير ووئيل”مير صاحب مونږ په پټروليم مصنوعات يوه روپۍ هم نوې ټېكس نه دے لګولے٬ كه بيعه ټيټه او زيات شوې ده نو يواځې د پي اېس او د پرچېز له مخې كمه يا زياته شوې “۔ حامد مير په ځواب كښې ووئيل “مفتاح صاحب ز?ساتھ_کھیلیں/117038.html">?ا ساده غوندې سوال دا دے چې په نړيوال ماركيټ كښې تېل ازان شول تا ولې ګران كړل؟” حامد مير ووئيل “تاسو د پاكستان د خزانې وزير ئې تاسو په بيعه كښې يوه ورځ د اضافې نه كولو دا ??دع?? كړې وه چې بيعه نه زياتوٶ؟”۔ مفتاح اسماعيل ورته په ځواب كښې ووئيل زه يو آسان هدف يم كومه چې سمه خبره ده، ده ووئېل د پټروليم مصنوعاتوپه بيعه كښې بدلون د پي اېس او په خرڅونو د بدلۍ عكاسي كوي٬ د اولس د تنقيد هركلے كوٶ٬ زه په دې پوهه يم چې زه خپ?? هېواد سره مخلص يم او ما هېواد د ډيفالټ كېدو نه ساتلے دے”