اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي د بارانونو نوې لړۍ د اګست تر 26مې نېټې د دوامداره پاتې كېدو امكان دے٬د سېلاب ځپليو مرستې ??پا??ه به ټول وسائل كارول وي٬د سېلاب تباهې مخ نيوي ??پا??ه ټولو صوبو ته د نورو وسائلو ضرورت دے۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)د جولائي نه تر 22 اګست رپورټ له مخې په په بدين او كراچۍ كښې د 30 كلونو تر ټ??لو زيات باراونونه رېكارډ كړی شوي٬د سندھ ټولې ضلعې په دې موده كې تر ټ??لو زياتو طوفانونو او بارانونو سره مخ شوي۔دې ووئيل د بارانونو او سېلاب لړۍ لا په زياتېدو ده او د ماحولياتي بدلون وزارت د سختو بارانونو په اړه وفاقي او صوبائي حكومتونو ته خبردارے وركړے ؤ ٬ سېلاب تباهې مخ نيوي ??پا??ه ټولو صوبو ته د نورو وسائلو ضرورت دے۔دې ووئيل ګڼ شمېر سېلاب ځپلي د رېليف منتظر دي۔د سوئېلي پنجاب خلق صوبائي حكومت ته ګوري خو افسوس دے جې د پنجاب حكومت ټول پام د شهباز ګل او عمران خان پلو دے۔دا مهال په هېواد كښې تر ټ??لو زياته لويه مسئله د شهباز ګل د ګرفتارۍ نه بلكې د سېلاب او دې څخه د ځپليو خلكو د بحالۍ ده۔