اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سېلاب ځپلي اولس په حالاتو ډېر خفه يو٬حكومت به زر تر زره هر يو ځپلي ته ورسي٬نړيوالې ادارې دې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره راوړاندې شي٬حكومت يواځې په ??پليو سيمو كښې د بحالۍ كار نشي كولے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره نړي??ال?? شراكتدارو سره په اقتصادي چارو ډويژن كښې د مهمې غونډې مشري كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې د ورلډ بانك٬اېشين ډوېلپمنټ بانك٬نړي??ال?? مالياتي ادارو٬ او د نړي??ال?? پرمختيا مرستندويه ډلو پشمول د چين ٬ امريكې او اروپائي هېوادونو استازو ګډون كولو۔د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ذيلي ادارو او د روغتيا نړيوالې ادارې استازي هم په غونډه كښې ګډون كولو۔وزيراعظم شهباز شريف نړيوال شراكتدار په هېواد كښې او په خاص توګه په سندھ او بلوچستان كښې د سېلاب د ت??اه?? څخه خبر كړل۔وزيراعظم شهباز شريف غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د تاريخي بارانونو او سېلاب په وجه په هېواد كښې بېړنې صورتحال دے٬ په لويه پېمانه ځاني زيان شوے چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د كورونو او املاكو نه علاوه فصلونه٬باغونه او انفراسټركچر تباه شوے۔د رابطه سړكونو پلونو او زمكي لارو تباه ك??دو په وجه د رېسكيو او رېليف په ??ارو كښې ستونزې رامخې ته دي۔د پاك پوځ او چورلكو په مرسته د رېليف او رېسكيو دائره پراخه كړی شوې۔وزيراعظم ووئيل د كال 2010م د سېلاب نه هم دې سېلاب زياته تباهي كړې٬د خوراك٬داروګانو٬خيمو او د عارضي اوس??دو ځايونو سخت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبو او مركزي او صوبائي محكمو په مرسته كار كوي۔په سمدستي توګه 5 ارب روپۍ جاري كړی شوي٬د هر يو حق رسېدلې كورنۍ ته لس لكه روپۍ ادا كولې شي۔ځپليو سره 25 زره روپۍ نغه مرسته كولې شي٬په دې به 80 اربه روپۍ خرڅ كېږي٬ ده ووئېل په مجموعي توګه به د 37 ارب روپو نه زيات رقم په سېلاب ځپليو خرڅ كولې شي۔ده ووئيل د سېلاب تباهي ډېره ده٬يواځې وفاقي او صوبائي حكومتونه ځپلي په مكمل توګه نشي بحالولې۔د نړي??ال?? ادارو تنظيمونو٬هېوادونو او مالياتي ادارو بېړنۍ مرسته پكار ده۔وزيراعظم ووئيل د سندھ او بلوچستان لويه برخه د وړاندې نه آفت ځپلې ګرځولې شوې۔د وړومبۍ ورځې نه په ذاتي توګه د رېليف٬رېسكيو او د بحالۍ د چارو څارنه كوم۔د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ 2022 جوړ كړے شوے۔وزيراعظم نړي??ال?? شراكتدارو ته خواست وكړو چې زمونږ مرسته وكړې ۔وزيراعظم نړي??ال?? شراكتدارو ته د ځپليو سيمو د دورې بلنه هم وركړه۔پاكستان به د دوي د دورې انتظامات كوي۔