اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي د سياسي ګوندونو لخوا په وفاق د يرغل غير قانوني عمل مخه نيوے د صوبائي حكومتونو آئيني ذمه واري ده٬ د څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير آئي جيز او چيف سېكتران دې د قانون سرلوړي باوري كړي٬ کوم ټولګي يا وسله والې ډلې له به د رياست يرغمال كولو اجازه ورنه كړې شي٬ ده د نهې په ورځ د پي ټي آئي ممكنه لانګ م??رچ حوالې سره د امنيت وضعې په ړه د اعلی كچ غونډې ته خطاب كولو۔ وفاقي داخله سېكرټري یوسف نسیم کھوکھر، د څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير آئي جيز ٬ چيف سېكترانو او آئي جي اسلام آباد او چيف كمشنر اسلام آباد هم غونډه كښې ګډون كولو۔ غونډې ته خطاب كښې رانا ثناﺀ الله ??وئ??ل وفاق او د دې برخې به د دې ډول غېر آئيني ګامونو مخنيوي له د وړاندې نه منصوبه بندي كوي۔ ده ??وئ??ل پاكستان يو ذمه وار رياست دے ٬ ??اس?? كوم روايت ته اجازه نشي وركولې ۔ چيف سېكتران دې دا خبره باوري كړي چې كوم سركاري ملازم دې په وفاق د يرغل كولو يا د كوم ډول ګام برخه ونه ګرځي۔ ده ??وئ??ل د كوم هم جارحيت په ضد د رياست تحفظ د سركاري ملازمينو فرض دي۔ ده ??وئ??ل كومو ملازمينو چې د مئي په 25 مه نېټه په لانګ م??رچ كښې ګډون وكړو په هغي وفاق سخت تشويش لري ۔ ده ??وئ??ل د وفاقي حكومت لخوا غوښتلې شوي وسائل او نفري دې وركړې شي