اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ماحولياتي بدلونونو وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې عم??ان خان د لانګ مارچ نه بلكې لاهور څخه تر اسلام آباد د شارټ مارچ اعلان كړے دے٬ كه د دوئي عم??ان بچ كړۍ تحريك دومره مقبول دے نو بيا دې د پيپلز ګوند په څير كراچۍ نه تر اسلام آباد لانګ مارچ وكړي٬ ټول ټاكنې به د آئين له مخې په خپل وخت كېږي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل ما تحريك انصاف ته چېلنج وركړے چې هغه د پيپلز ګوند په شان لانګ مارچ كولے نه شي٬ د دوئي شارټ مارچ جي ټي روډ څخه پېل كېږي او په جي ټي روډ ختمېږي۔ دې ووئيل عم??ان خان ته معلومه ده چې خلك د اړي ګړي ?? سي??ست برخه جوړېدل نه غواړي٬ د مئي په 25 مه او د اكتوبر په 21 مه نېټه خلقو بهر نه راوتلو سره د تحريك انصاف د اړي ګړي كال مسترد كړو٬ دا ځل به هم دې ناكامۍ سره مخ شي۔ شيري رحمان ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې اوس هم 2.6 ملین خلك بېړنۍ مرستې ته سترګې په لاره دي٬ د لكھونو په شمېر په كېمپو??و كښې پاتې كېږي٬ په دې صورتحال كښې دوئي د لانګ مارچ د لارې هېواد كښې د ټاكنو غوښتنه كوي۔