اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي په هېواد كښ?? جمهوريت ته ودې لپاره پاكستان پيپلز پارټي لازواله قربانۍ وركړې دي٬ پاكستان پيپلز پارټي تل د اولس د هيلو ترجماني كړې او د اولس خذمت يې مقدم ساتلے ٬د پاكستان پيپلز پارټي مشرتابه د جمهوريت په خاطر په دار ختلے ٬اوس د شهيد ذوالفقار علي بهټو او د شهيدې بېنظيربهټو مشن رو??ن ساتل او هر كور ته رسول زمونږ ذمه واري ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ كري روډ پینډۍ كښ?? د پاكستان پيپلز پارټي 55مې تاسيس ورځې په موقع د دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔سپيكر ووئيل د نومبر په 30مه نېټه كال 1967 شهيد ذوالفقار علي بهټو د پاكستان پيپلز پارټي بنياد اېښودے ؤ ۔ده د پاكستان پيپلز پارټي شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان پيپلز پارټي وركر د ګوند قيمتي اثاثه ده او قيادت د پینډۍ ډويژن ته تل عزت وركړے ٬شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې بېنظيربهټو د پینډۍ په ښار كښ?? خپل ځانونه قرباني كړي۔ده ووئيل د پاكستان پيپلز پارټي تاريخ به تل په زرينو ټكو ليكلے شي۔د دستورې په اختتام د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ګوند د 55مې تاسيس ورځې كيك هم پرې كړو