اسلا?? آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د قومي اسملۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په بلنه د قازقستان د قومي اسمبلۍ چيئرمېن كوشانوف يرلن زاكانووچ په مشرۍ كښې پارليماني پل??وې نن پاكستان ته رارسي۔ دقومي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني به د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ اعلی چارواكو سره د قازقستان پل??وي ته هركلې وائي۔ دا د پاک قازقستان دوه اړخيزه اړيكو په تاريخ كښې د قازقستان د قومي اسمبلۍ چيئرمېن د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ د قازقستان د پارلیماني پل??وي دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمي??ځه د مرستې دائرې پراخا كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ اسلا?? آباد كښې د پاتې كېدو په مهال به د قازقستان پارليماني پل??وې د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ د پاكستان صدر ٬ وزيراعظم ٬ د سېنېټ چيئرمېن او پاك قازقستان پارليماني فرېنډشپ ګروپ غړو سره ملاقاتونه كوي