اسلام آباد14 دسمبر(اے پی پی) پاكستان او تاجكستان د تجارت٬معيشت٬توان٬كركيلې٬امنيت٬صنعت پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې كولو ته سلا شوي۔وزيراعظم شهباز شريف د تاجك صدر دوره د دواړو هېواد??نو ترمينځه اړيكو مستحكمولو او د مرستې يو نوې دور پېل كولو سره وئېلي پاكستان د مينځني آسيائي هېواد??نو سره د رېلوے٬روډ او انرجي نېټ ورك ته د ودې وركولو خوښي لري۔كاسا 1000 منصوبې زر تر زره بشپړول غواړو دغسې د تاجكستان صدر امام علي رحمان ووئيل په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو دواړه هېوادونه يو ډول خيالات لري٬په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو خواهش لرو٬پاكستان سره په ګډه د ترهه ګرۍ پشمول په نورو چېلنج??نو به قابو ومومو او په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره به كار كوو۔د شورو په ورځ وزيراعظم شهباز شريف او د تاجكستان صدر امام علي رحمان يو په يو ملاقات او د پلاوو په كچه خبرې اترې شوي او د دواړو هېواد??نو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې په لوظ نامو او مفاهم په يادښت??نو لاس ليك شوې۔په دې موقع شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د تاجكستان صدر پاكستان ته راتګ زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده٬مونږ نن د دواړو هېواد??نو ترمينځه د اړيكو لا قوي كولو٬سرمايه كارۍ٬تجارت او د كلتور ودې لپاره تعميري او ګټورې خبرې كړې دي۔ده ووئيل پاكستان په هغه وړومبو هېواد??نو كښې شامل دې كومو چې 30 كاله وړاندې تاجكستان منلې وو۔مون?? د ??لګرتيا او ورورولۍ نزدې اړيكې لرو٬مونږ له اقتصادي مرستې ته ودې وركولو او صنعت٬تجارت٬كركيلې٬توان او په شريكو پروژو كښې مرستې پراخا كولو ته اړتيا ده۔تاجكستان ته په مينځني آسيا كښې مهم مقام ترلاسه دې او دا د مينځني آسيا ګيټ وے ده٬مونږ په ګډه د كار كولو خوښي لرو٬كاسا 1000 زر تر زره بشپړېدو او د مينځني آسيا هېواد??نو او او د پاكستان ترمينځه د روډ٬توان په څانګو كښې رابطو زياتولو خوښي لرو۔وزيراعظم ووئيل د تاجكستان صدر پاكستان ته راتللو سره به د دواړو هېواد??نو ترمينځه د مرستې او پرمختګ يو نوې دور پېل شي٬د تاجكستان صدر امام علي رحمان ووئيل په زړه پورې مېلمستيا او تود هركلي كولو د پاكستان حكومت او اولس مننه كوم٬مونږ خپلو كښې روايتي او د ملګرتيا ورورولۍ اړيكې لرو او د پاكستان سره ګټورې اړيكې جوړول د تاجكستان خارجه پالېسي ده٬مونږ دې اړيكو ته لويې اهميت وركوو٬د اعلٰی كچ خبرې اترې به د دواړو هېواد??نو اړيكو لا قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔د پاكستان او تاجكستان ترمينځه لوظ نامو او د مفاهم په يادښت??نو لاس ليك سره به دا اړيكې لا قوي شي٬مونږ د دواړو هېواد??نو د حكومتونو٬سياسي٬تجارتي٬كلتوري٬اقتصادي٬ انساني همدردۍ او د امنيت په څانګه كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه كړی٬مونږ نړيوال معيشت ته پېلو چېلنج??نو او د اقتصادي صورتحال جاج هم اخستې۔ده ووئيل مونږ تاجكستان ته د ګوادر او كراچۍ تر بندرځاې رسنې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه كړې٬دغسې د خبرو اترو په مهال مون?? د ??اسا 1000 پشمول د توان په څانګو كښې په روانو پروژو هم خبرې اترې كړی دي۔د دې نه علاوه د خوراك٬صنعت٬زراعت٬تعميراتي سامان او د داروګانو جوړولو مرستې لپاره ګټورې څانكې ثابتېدې شي٬مونږ په دې څانګو كښې د پاكستان كاروباري څانګې په كوټلې شركت هم خبرې اترې كړی او د دې مقصد لپاره مو د زرعي مصنوعاتو پروسيسنګ كښې شريكې پروژې پېل كولو او د تاجكستان آزاد اقتصادي زون كښې شريكې پروژې پېل كولو تجويز وركړې٬مونږ د دواړو هېواد??نو كاروباري څانګو ترمينځه د شريكې مرستې هركلې كوو٬مونږ دې خبرې ته سلا شوي يو چې د دواړو هېواد??نو ترمينځه د تجارت٬معيشت٬سائنس او تكنيكي مرسته او په نورو څانګو كښې حكومتي كمېشن او شريك وركنګ ګروپس به فعالولې شي۔د تاجكستان صدر ووئيل د خبرو اترو په مهال د امنيت په اړه هم په تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه شوې او په دې څانګه كښې د مرستې په كچه د اطمينان څرګندونه شوې۔دغسې مونږ د دې عزم څرګندونه كړې چې ترهه ګري او انتهاخوښي د پولې پورې غاړه جرمونو٬نشه اي توكو قاچاق او سائبر كرائمز مخ نيوي لپاره به شريك اقدامات كولې شي۔د تاجكستان صدر ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره به په ګډه كار كوو او د ترهه ګرۍ پشمول د نورو چېلنج??نو به په ګډه مقابله كوو٬مونږ په افغانستان كښې د كوټلې امن٬استحكام او قامي مفاهمت خوښي لرو او د دې مقصد لپاره په افغانستان كښې په بېل سياسي او نسلي ډلو مشتمل يو كوټلې حكومت جوړېدې شي او دې لپاره په سيمه ايز او نړيوال كچه د تعمي??ي هڅو حمايت كوو۔پاكستان او تاجكستان په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول موقف لري۔تاجكستان په ملګرو ملتونو٬اېس سي او٬اسلامي مرستې تنظيم او په نور نړيوال فورمز كښې فعاله كردار لري۔ده ووئيل د دواړو هېواد??نو ګټو لپاره به شريكه مرسته روانه ساتلې شي۔د تاجكستان صدر وزيراعظم شهباز شريف له د تاجكستان دورې كولو بلنه وركړه۔