اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شمال?? و??يرستان ميرانشاه سيمه كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې ده۔د وزيراعظم آفس ميډياونګ د اړخه جاري شوې ب??ان له مخې وزير اعظم د حوالدار محمد امير او يو وګړي په ش??ادت د افسوس او كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل په مسلمانانو بريد كونكي مسلمان نه ش?? كيدې،ترهه ګر د دښ??نانو ملاتړ كونكې دي كوم چې پاكستان عدم استحكام سره مخ كول غواړي، د پاكستانيانو د ويني د څاڅكي څاڅكي حساب به اخلو، ككړ كسان به انجام ته رسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس او امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لويې قربانۍ وركړې دي،شهيدانو ته سلام كوو چا چې د هېواد لپاره قربانۍ وركړې دي۔ وزير اعظم د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا اوكړه۔