اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم مح??د شهباز شريف هدايت كړې چې په هېواد كښې په ځايې كچه د سولر پينل جوړولو لپاره پالېسي په ترجيحي بنيادونو حتمي شكل وركړې شي٬په سركاري ودانو كښې زر مېګاواټه منصوبه دې د راروان ګرمۍ موسم څخه وړاندې ??ه هر صورت كښې بشپړ كړې شي۔ده دا ??پارښتنه د زيارت په ورځ په هېواد كښې د توان بچت لپاره په اقداماتو د عملدرآمد په حقله د جاج اخستلو غونډې مشري كولو سره وكړه۔وزيراعظم خبردارې وركړو چ?? لس زره مېګاواټ شمسي توان په پروژو عملدرآمد كښې به هېڅ ډول تعطل يا بيغوري قبلولې نه شي۔ده ووئيل د توان بچت يوه قامي فريضه ده او په دې به عملدرآمد باوري كولې شي۔په غونډه ګښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه مح??د آصف٬خرم دستګير٬د وزيراعظم صلاحكار احمد چيمه٬وزيرمملك ډاكټر مصدق ملك٬خاص مرستيال مح??د جهانزېب خان٬سيد فهد حسېن٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسن افضل او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو