??سل??م آباد06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې ترهه ګر او شرخوښي عناصر په هېڅ صورت د ??اك??تان اولس حوصله نشي ماتولې٬مونږ د خپل خوږ هېواد حفاظت په خاطر د كوم هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره ټولې وفاقي او صوبائي ادارې دې خپل مينځ كښې مرسته زياته كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ سيكورټي صورتحال په اړه د جاج اخستلو غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬قانون نافذ كونكو ادارو مشرانو او د ټ??لو صوبو چيف سېكرټريز او آئي جيز ګډون وكړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير او سېكرټري د هېواد په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔د څلورو واړو صوبو آئي جيز او چيف سېكرټريز وزيراعظم له د ترهه ګرۍ په اوسنو پېښو بريفنګ وركړو او د ا??ن نافذ ك??لو لپاره يې د اقداماتو څخه خبر كړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير او د ??سل??م آباد آئي جي وزيراعظم د ??سل??م آباد پوليس تنخاګانې زيات??لو او د اېف سي راشن الاؤنس زيات??لو سره د نور فورسز په برابر??لو مننه ك??لو سره ووئيل چې دې سره د ??سل??م آباد پوليس مورال دنګ شوې۔وزيراعظم د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر ته سپارښتنه وكړه چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره صوبائي سي ??ي ډيز او قانون نافذ كونكو ادارو سره رابطې لا فعاله كړي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د كورنيو چارو وزير٬داخله سېكتر او د نيكټا نېشنل كوآرډينېټر دې صوبو ته تللو سره په دې اړه تفصيلي مشاورت وكړي او كوټلي تګلاره دې مراتب كړی شي