اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) نړيوال بانك په مالي ??ال 2023 كښې د پاكستان په مجموعي قومي ??ېداوار (جي ډي پي) كښې د 2 فيصده نمو پېشګوئي كړې ده۔ دا خبره د نړيوال بانك لخوا په جاري كړ?? شوي نړيوالې اقتصادي منظرنامه كښ?? شوې ده۔ دې څخه وړاندې په اكتوبر كښې نړيواله بانك په خپلو جائزو كښې په جي ډي پي كښې د دوه فيصده نمو پېشګوئي كړې وه۔ په رپورټ كښې وئيل?? شوي چې د پاكستان معيشت ستونزو سره مخ دې٬ د زرمبادله پنګې كمې دي٬ مالي خساره او د تېر كال سېلاب د لاسه ستونزې لا سوا شوي دي۔ د تېر كال بارانونو او سېلابونو دلاسه كركيلې ٬ بنيادي اډانې او لائيو سټاك ته زيات زيان رسېدلے دے٬ كركيله د پاكستان د مجموعي پېداوار 23 فیصده او د روزګار په آسانيو وركولو كښې 37 فيصده څخه زياته ده۔ په رپورټ كښې وئيل?? شوي چې جون څخه تر دسمبر مياشتې د امريكائي ډالر په مقابله كښې د پاكستاني كرنسۍ په قدر كښې 14 فيصده كم?? شوې۔ صارفينو لپاره د بنيادي شيانو په بيعو كښې ګراني د دسمبر په مهال په كلن بنياد د 24.5 فیصد كچې ته ورسېده۔ رپورټ كښې وئيل?? شوي چې د راغلي اوسني سېبلاب د لاسه د پاكستان د مجموعي قومي ??ېداوار (جی ډی پی) 4.8 فیصده زيان شوے دے۔