اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري د شورو په ورځ د لېډي ريډنګ روغتون دوره كولو په مهال د پوليس لائن په چاودنه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير ساجد حسېن طوري سره وزيرمملكت سيد محمد ع??ي شاه بادشاه او د پيپلز ګوند صوبائي مشرتابه او غړي هم موجود وو۔ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير په لېډي ريډنګ روعتون كښې د پوليس لائن په چاودنه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه وكړ۔ په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ??وئ??ل چې د پوليس لائن په جومات كښې چاودنه د افسوس وړ او يوه خفګاني پېښه ده۔ ده ??وئ??ل چې د پوليس شهيدانو ته سلام او د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو٬ټول قام د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔ ده ??وئ??ل د ژوبل شويو كسانو حوصلې لوړې دي٬ لوے څښتن دې ژوبل شويو ته روغ صورت وركړي?? ساجد حسېن طوري ??وئ??ل چې داسې بزدلانه بريدونه زمونږ د پوليس او ځواكونو حوصلې نشي كمزورې كولې۔ ده ??وئ??ل په نېشنل ايكشن پلان په حقيقي معنو كښې عملد??آم?? كولو سره د ت??هه ګرو نوغي ويستل د وخت مهم ضرورت دې٬ده زياته كړه چې د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د ځواكونو او پوليس قربانۍ به بې ضائع لاړې نه شي