اسلام آباد 23 فروری(اے پی پی)وزيرا??ظم محمد شهباز شريف د سادګۍ او بچت په اړه په پريكړو د عملدرآمد لپاره د يوې مانيټرنګ كمېټۍ جوړولو هدايت كولو سره وئېلي دي كفايت شعاري او د سادګۍ په اړه چې كومې تاريخي پريكړې شوي د دې ګټورې نتيجې به ترلاسه شي٬پريكړو سره په اولس كښې پذيرائي ترلاسه شوې٬د پريكړو په نفاذ كښې به تاخير قبو?? نه كړے شي٬په دې به په سختۍ سره عملدرآمد كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په حكومتي كچه د كفايت شعارۍ او سادګۍ پالېسۍ نفاذ په اړه د يوې مهمې غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غون??ه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيرا??ظم ووئيل د وفاقي كابينې په تېره غون??ه كښې د كفايت شعارۍ او سادګۍ په اړه چې كومې پريكړې شوي د هغېګټورې نتيجې به ترلاسه شي٬په دې پريكړو عملدرآمد څخه به د قامي خزا??ې بچت وشي۔ده ووئيل د پريكړو سره اولس سائنه كړې خو د موثره نتيجو انحصار په اقدامات بشپړ عملدرآمد كښې دے۔دغسې وزيرا??ظم د سادګۍ او بچت په اړه په پريكړو عملدرآمد لپاره د يوې مانيټرنګ كمېټۍ جوړولو هدايت كړے چې پكښې به د هر اتحادي ګوند د كابينې غړي نمائندګي لري۔د يادې شوې كمېټۍغونډې مشرۍ به په كمېټۍ كښې موجود هر غړي ته وركولې شي۔د كمېټۍ په نورو غړو كښې به د وزيرا??ظم خاص مرستيال محمد جهانزېب٬د وزيرا??ظم پرنسپل سېكرټري او د خزانې وفاقي سېكرټري شامل وي۔وزيرا??ظم هدايت كړے چې د دې كمېټۍ غونډه په يوه مياشت كښې دوه ځله وكړی شي۔په غون??ه كښې د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬د قامي غذائي تحفظ وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬د وزيرا??ظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره٬د پاور ډويژن وزير مملكت هاشم نوتيزئي٬د وزيرا??ظم خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو