اسلام آباد۔28 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي كوچنيان د زده ??ړو په كالو د سنګارولو نه پرته د هېواد د پرمختګ خوب تعبيري نشي مونددے٬ لرې پرتو سيمو كښې د زده ??ړو ودې له “سکول آ?? ویلز ” منصوبه مهم كردار ترس??ه كولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د سکول آ?? ویلز منصوبې پرانستې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د زده ??ړو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور هم موجود وو۔ د منصوبې له مخې به په ابتدائي توګه په 8 بسونو مشتمل اسكول آ?? ويلز منصوبه به د اسلام آباد او خواوشا سيمو ماشومانو لپاره د موبائل اسكولز د لارې د زده ??ړو آسانۍ برابروي۔ وزيراعظم د سکول آ?? ویلز منصوبې ستائنه كولو سره ووئيل دې منصوبې سره به په كلي والو سيمو كښې ماشومان د زده ??ړو په كالو سنګارولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل هيله لرو چې دا منصوبه به كلي والو سيمو كښې د زده ??ړو ب??لو?? رامخې ته كړي او د زرګونو په شمېر ماشومان به د زده ??ړو آسانۍ ترلاسه كولو سره د پاكستان ستر وګړي جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل د دې منصوبې تر څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير پراختيا به جاج اغستلے شي۔ ده ووئيل دې څخه زيات بل كوم لوي خذمت كېدے نه شي۔ وزیراعظم ووئيل د منصوبې په پېل زه اولس ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ وزيراعظم په دې موقع په خاص توګه د ډيزائن ??ړو بسونو معائنه هم وكړه او استاذانو او ماشومانو سره يۍ ملاقاتونه هم وكړل۔ وزیراعظم د موبائل كتابتون منصوبې هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دې سره به په لرې پرتو سيمو ماشومانو ته د دوي د كور په درشل د كتابتون آساني ترلاسه شي۔ وزيراعظم په دې موقع ماشومانو سره جوړ تازه وكړل او د دوي د پوښتنو ځوابونه يۍ هم وركړل