ساهیوال۔28 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي ع??را??ي ډلې نن په جوډيشل كمپلېكس بريد كړے٬ د عدليه په سپكاوي او هله ګوله كولو به مقدمه درج كولې شي٬ د سي سي ټي وي كېمرو په مرسته به ككړ كسان نيولې شي٬ په توشه خانه كېس كښې د عدالت لخوا په بيا بيا راغوښتلو هم د نه پېش كېدو له امله د ع??را?? خان د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري كړے شوے۔ ټول اولس په دې معامله اندېښنه لري چې دې فتنې ته سپېشل ټريټمنټ وركولے شي۔ ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د مسلم ليګ ن لارښود طلال چوهدري او عظمی بخاري دواړه ده سره ملګري وو۔ وفاقي وزير ووئيل بدبختې ع??را??ي ډلې نن په جوډيشل كمېشن اسلام آباد بريد كړے٬ دننه تللو لپاره يۍ دروازه او سي سي ټي وي كېمرې ماتې كړې ٬ په جوډيشل كمېشن كښې يۍ غنډه ګردي كړې او د جوډيشل كمېشن سپكاوې وكړے شو٬ ده ووئېل ?? هلې ګولې په كولو او د عدليې د عزت او تكريم له مينځه په اوړولو به مقدمه درج كولې شي څوك هم ??ې په دې كښې ككړ وموندلے شو هغه به نيولے شي۔ ده ووئيل ټول اولس ته اندېښنه په دې خبره ده چې دې فتنې ته سپېشل ټريټمنټ څنګه وركولې شي۔ په اولني ځل داسې كېږي چې عدالتونو ته د وړاندې كېدو وخت تورن پخپله ټاكي۔ بل اړخ ته كه يو عام وګړے څو دقيقې تاخير سره وړاندې شي نو هغه ته سزا وركولې شي۔ ده ووئيل په توشه خانه كېس كښې اول نهه بجې ٬ بيا يوولس بجې او بيا د ع??را?? خان په نه وړاندې كېدو د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري كړے شو۔ ده ووئيل د قانون احترام نه كوؤنكو او د غنډه ګردۍ كوؤنكو په ضد به سخته قانوني كارروائي كوؤ۔ ده ووئيل د دې پېښې سخته غندنه كوم او اولس ته باور وركوم چې كارروائي به د قانون له مخې وكړې شي