اسلام آباد 16مارچ (اے پي پي) وزیر ا??ظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د پاکستان جوهری او مېزائل پروګرام په اړه په سوشل او پرنټ ميډيا راغلو اوسني ټولو بیانونو ، پریس ریلیز، پوښتني او بيلې ا??عاګانو كښې د اتومي توان نړيوالۍ ایجنسۍ (آئی اے ای اے) ډائریکټر جنرل رافیل ماریانو ګروسی د پاكستان دورې په تناظر كښې امناك?? اتومي پروګرام په منفی انداز وړاندې كړے دے۔د وزیر ا??ظم آفس میډیا ونګ د اړخه د زيا??ت په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزیر ا??ظم واضحه كړه چې د پاکستان اتومي او مېزائل پروګرام يوه قامي اثاثه ده د كوم چې ریاست په ښه ډول حفاظت کوي،دا بشپړه پروګرام محفوظ، فول پروف او د چا د فشار نه غير دے۔ده ووئيل دا پروګرام هغه مقصد په هر ډول پوره كوي د كوم لپاره چې دا صلاحیت ترلاسه كړے شوے دے