اسلام آباد۔17مارچ (اے ??ی پی) د سې??ېټ چيئرمېن صادق سنجراني ??ره د اېم سي سي رېسورس ډوېلپمنټ كمپنۍ صدر ذینګ ذین جنګ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سې??ېټ سې??رټرېټ له مخې صادق سنجراني ووئيل د پاکستان او چین ترمينځه د ورورولۍ اړيكې له پېړيو څخه راروانې دي٬ پاكستان او چين دوه مضبوط ورونها ٬ مثالي ګاونډيان او په زړه پورې ستراتيجكي همكاران دي۔ د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل چین ??ره اړيكې زمونږ په خارجه پالېسۍ كښې زيات اهميت لري او هم دا سوب دے چې ټول سياسي ګوندونه چين ??ره دوه اړخيزه همكاري او ملګرتيا غواړي۔ ده وئيل چين د شي جن پنګ په مشرۍ كښې په زړه پورې پرمختګ كړے او د ده په دور كښې د پاكستان او چين اړيكې لا پراخه شوي ۔ د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل په پاكستان كښې د چينائي كمپنيو سرمايه كارۍ ته به هركلے وايؤ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو بزنس كميونټي به يو بل ته نزدې كول وي۔ ده ووئيل په تجارتي څانګه كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شت?? او پ?? اولسي كچه تړ??ن لا مستحكمول د روان وخت مهم ضرورت دے۔ دغسې د چين سرمايه كار په ملاقات كولو د سې??ېټ چيئرمېن مننه وكړ?? او د سې??ېټ چيئرمېن ته د سې??ېټ ګولډن جوبلي مباركي هم وركړه