اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د الېكشن كمېشن په دوه صوبو كښې الېكشن شېډول بدلول په هېڅ صورت غېر آئيني نه دے٬ كال 1997 ??خه تر كال 2018 په هېواد كښې د قومي او صوبائي اسمبليو ټاكنې په يوه ورځ شوې دي٬ كه په دې حالاتو كښې ټاكنې وكړې شي نو دا به خونړۍ ټاكنې وي٬ جمهوري نظام بايد مخ په وړاندې تللو ته پرېښودلې شي ٬ درېم آپشن لپاره بايد لاره هواره نه كړې شي٬ رياست تر ټولو اول دے٬ پاكستان لپاره بايد مونږ يو ځايې ته ??اشؤ۔ ده د زيارت په ورځ په پی ټی وی هېډکوارټر كښې خبري كنفرنس ته ??طاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل نن په هېواد كښې د سياسي بحران كېفيت دے٬ د يو سړي ضد دوه اسمبلۍ لمينځه اوړلے دي۔ دغلته ?? اسمبليو د تحليل كېدو نه وروستو رامخې ته ??وې صورتحال مخې ته ??ېښودو سره چې د ټاكنو كولو خبره راغله نو د يو اړخ سوچ دا وو چې كه دغلته ټاكنې د يو سړي د سوچ له مخې وكړې شوې نو دا به ټول عمري له متنازعه وي۔ ده ووئيل د جنرل ضياﺀ الحق مارشل لا هم د ټاكنو د لاسه راغلې وه۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې ټاكنې بايد په يوه ورځ وكړې شي۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن په زړه پورې پرېكړه كړې ده ولې چې د هېواد روانه وضعه هم د دې ډول پرېكړې تقاضا كوي۔ ده ووئيل د آئين په آرټيكل 254 كښې ليكلې شوي دي چې كوم كار كه په ټاكلي وخت كښې ونكړې شي نو دا به غېر آئيني نه وي۔ ده ووئيل په كال 2007 كښې د کے پی کے اسمبلي په اكتوبر كښې تحليل شوه ٬ د پاتې اسمبليو موده په 16 نومبر بشپړه شوه بياهم الېكشن كمېشن په څلورو وا??و صوبو او مركز كښې ټاكنې په يوه ورځ وكړې۔ د بې نظیر بھټو د شهادت له امله ټاكنې د فرورۍ پايې ته ??لې وې۔ ده ووئيل د آئين د آرټيكل 252 ، ??لیکشن اېکټ لاندې الېكشن كمېشن د دې اختيار لري ٬ دې ??خه وړاندې چې كوم شېډول وو هغه هم د 90 ورځو په موده كښې دننه نه وو٬ كه د كوم سبب لا امله په هېواد كښې سياسي عدم استحكام رامخې ته ??ي نو پاكستان تر ټولو اول دے۔ ده ووئيل وزيراعظم تحريك عدم اعتماد ??خه وروستو په خپل اولني تقرير كښې په يو ځايې د مخ په وړاندې تللو خبره كړې وه۔ ده ووئيل زیرک سياستدان ټول عمري خپلې دروازې او لارې پرانستې ساتي۔