اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی):د صحت وفاقي وزیر عبدالقادر پټی?? وئېلې دي پاکستان د متحدہ عرب امارات سره خپلو اړيكو ته ډېر اعمیت وركوي ، د دواړو هېوادونو تر مينځه د صحت په بابله مرسته به د پاکستان اولس لپاره ګتوره ثابت شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د متحدہ عرب امارات اعلیٰ كچ پلاوي سره د ریجنل بلډ سنټر دورې په موقع وكړه۔ دا سنټر د المان په مرسته جوړ شوے ۔د دبئۍ متحدہ عرب امارات (یو اے اي) حکمرانې كورنۍ كسانو شیخ احمد بن دلموک بن جمعه المکتوم، د حیات بائیو ټیک چیف آپریشنز آفیسر ناصر علی خامیس الیمامهی، د حیات بائیو ټیک چیف ایګزیکټو آفیسر ہانګ بن کانګ، هیډ آف ??نټرنیشنل حیات بائیو ټیک كښې سټرټیجک پارټنرشپ عبید احمد الزابي ، جنرل کونسلر صبور کرامت او د صحت مشير اسماعیل شیران باندې مشتمل پلاوي د صحت په شعبه كښېې نوې شروعات لپاره وفاقی وزیر عبدالقادر پټیل سره ملاقات کړے كوم چې د ویکسین او تحقیق پشمول پلازما فیریسس او پاکستان د ویکسین په ترقۍ كښې د سرمایه کارۍ لپاره د پاکستان په دورہ راغلے۔ پ?? دې موقع وفاقي وزیر سره د پلاوي مشر د ریجنل بلډسنټر دورہ وكړه او شیخ احمد په ریجنل بلډ سنټر اسلام آباد كښې د يو رابطه دفتر افتتاح وكړه ۔ پ?? دې مهال ډائریکټر جنرل هیلتھ، و??ار?? نیشنل هیلتھ سروسز ، د ریګولیشنز اینډ کوآرډینیشن پروجیکټ ډائریکټر ذ??ال??قار علي بھټي او د اسلام آباد روغتونونو او د بلډ بینکونو استازي هم موجود وو ۔ د پلاوي مقصد د ډبلیو ایچ او معیار په بنیاد پاکستان كښې پلازما فارمنګ كښې سرمایه کاري كول دي