اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حکومت د ټولنې ټولو وروستو پاتې سيمو ته د زده كړو آسانۍ وركولو عزم لري٬ په تېر دور كښې مونږ خاص اقتصادي زونز ته سرمايه كارۍ راوړلو پلو روان ٶ او د تحريك انصاف حكومت د كرپشن خپلې بيانيې له مخې دا ټولې پرمختيائي منصوبې سبوتاژ كړې او نتيجه ئې صفر وه۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ په نېشنل سائنس اينډ ټيکنالوجي پارك (اېن اېس ټي پي) نسټ آډيټوريم كښې د “کرپټو ګرافګ انسائټ ټومارو” (Crypto Graphic Insight Tomorrow) په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل لوړو زده كړو ته رسنه د هېواد په پرمختګ او پېشرفت كښې ك??يدي كردار لري٬ د تېر حكومت لخوا په تعليمي منصوبو كښې په تاخير د افسوس څرګندونه كولو سره ده ووئيل مونږ د صحت او تعليم په څانګو كښې د پرمختيائي منصوبو بحالۍ سره سره د معاشي پرمختګ بحالۍ لپاره هڅې ك??ٶ۔ ده په زده كوٶنكو زور رواړو چې جديد تعليم ترلاسه كړي كومې سره چې به د پاكستان معاشي پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د تېرو 75 كالو په مهال په پاكستان كښې د سياسي عدم استحكام او تسلسل د فقدان له امله ډېر زيان شوې۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت ګرد هېواد او په لرې پرتو سيمو كښې د پوهنتونوو نور كېمپسونه جوړولو سره ځوانانو ته مساوي موقعې وركولو لپاره د لوړو زده كړو يو شمېر منصوبې پېل كړې دي۔ ده ووئيل د د وژن له مخې حكومت په هېواد كښې د ټاپ 10-12 پوهنتونونه د آسياء د ټاپ 100 پوهنتونونو په فهرست كښې د شاملولو منصوبه جوړه كړې وه۔ ده ووئيل اقتصادي پاليسو او د سي پېك منصوبو ته په تېر دور حكومت كښې ډېر زيان رسېدلې چې ورسره قامي معيشت او پرمختګ ته سخت زيان رسېدلے ۔ ده ووئيل په كال 2017 كښې امريكا، برتانيه، جاپان، المان او د فرانس پشمول د پرمختللے هېوادونو سفراينو په خاص اقتصادي زونز (اېس ايز) كښې په سرمايه كارۍ كښې د دلچسپۍ څرګندونه كړې وه ۔ وفاقي وزير ووئيل ھغه د مسلم ليګ نون حكومت ٶ چې د امنيت او د اوږد لوډشېډنګ رامخې ته مسئلې ئې په ښه ډول هوارې كړې خو د بده مرغه د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ عمل ډي رېل شو۔