اسلام آباد 26مئی(اے پی پی)د ملګرو ملتونو امن مشن 75مې سالګرې په موقع د يو اېن عمومي اسمبلۍ په ??ال كښې خاص دستوره د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې د نړيوالې ادارې امن مشن په م??ال شهيد شوي 8 پاكستاني شهيدانو ته اعزاز وركړې شول۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د دستورې مشري وكړه۔د مېډيا رپورټس له مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډ مهاله مستقل استازې سفير محمد عامر خان او كرنل راجه افضال احمد د سېكرټري جنرل څخه د شهيدانو ميډلز وصول كړل۔په 8 شهيدانو كښې 6 هغه شهيدان هم شامل دي چا چې په 29 مارچ 2022 ډيموكريټك ريپبلك آف كانګو كښې د ملګرو ملتونو سټيبلائزېشن مشن سره د وظيفه ترسره كولو په م??ال د چورلكې په پیښه كښې شهيد شوي وو۔په دې شهيدانو كښې لېفټيننټ كرنل آصف علي اعوان٬مي??ر فيضان علي٬ميجر محمد سعد نعماني٬نائب صوبيدار سميع الله خان٬حوالدار محمد اسماعيل٬لانس حوالدار محمد جميل خان شامل دي۔حوالدار بابر صديق او نائيك رانا محمد طاهر اسلام په سنټرل افريقن ريپبلك كښې د ملګرو ملتونو ګڼ اړخيزه انټیګریټډ سټیبلائزیشن مشن سره د وظيفې ترسره كولو په م??ال شهيد شوے وو۔